ایکنا له کربلا معلی راپور راکړ، ددغو سیالیو ددوهم پړاؤ د قاضیانو پلاوي ددغو دستورو په پاي کې د سیالیو د تجوید دبرخې قاضي ، او دایران یو قرآني استاد فلاح کسمایی په وسیله په عربی ژبه قرآئت شوه.
د کربلا جایزې د قرآني نړیوالو سیالیو دوهم پړاؤ ، په ټولنې کې د قرآني تعلیماتو د پلی کیدا او د اسلامی امت د وحدت د بنسټونوپه پياوړتیا دایمان په لړ کې د حضرت امام حسین علیه السلام د سپيڅلي حرم په صحن کې ترسره شوې اوغوره کسانو ته جایزې هم ورکړل شوې.
دغه قرآني سیالۍ د حضرت امام حسین علیه السلام دملکوتي حرم په شاوخوا کې ترسره شوې ،هغه بزرګوار امام چې د محرم الحرام د لسم په شپه ئې هم دقرآن کریم تلاؤت وکړاو د خپل مبارک ژون په ټولې لارې کې ئې د وحي دکلام په تعلیماتو عمل وکړ او له دغه الهي کتاب څخه په استفادې سره ئې د ستمګرۍ او فساد او ظلم په مقابل کې پاڅون وکړ او د امر بالمعروف او نهي از منکر چغه ئې پورته کړه او سید الشهدا علیه السلام خپل ورورته پخپل وصیّت کې هم د آل عمران سورې په ۱۰۴آیت .... «وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ» استناد وکړ.
د حسینی پاک حرم په صحن کې ددغو سیالیو ترسره کیدا یوه خاص معنا او خاص دلالت لري چې داسلامی نړۍ له مشهورو مقدسو عتباتو ،مقاماتو ،زیارتونو او جوماتونو څخه د قاریانو او حافظانو غونډه دغه مفهمونه مجسّم کوي او نندارې ته ئې وړاندې کوي.
دغه غونډه او او د قرآن د مینه والو او او د دوي ترمینځ لازیات انس او تعامل ډير مهم دی ،ځکه چې په باطن کې د قرآن د هویّت د ختمولو لپاره د هلوځلو او دغه راز په ظاهر کې د وحي د کلام د سپکاویو او سوځیدا شاهد یوو چې له بده مرغه تر ټولو وروستی مثال مو په سویډ کې دقرآن کریم په سوځيدا کې ولید.
ددغې اعلامیې په دوام کې راغلي دي ،مونږ دغه جنایت په کلکه محکوم کوو او له مسئولو او اغیزشیندونکو اورګانونو غواړو چې دمخه نیونکو دریځونو په غوره کولو سرهدې په ټولنې ،کورنۍ ،ښونځیو او پوهنتونونو او حتی په حکومتي ادارو او ټولو ډګرونو کې د قرآني روزنې او کلتور ددودیدا هڅه وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4154863